اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله په پېښور كښې سكھ ټولنې سره د تعلق لرونكو دوه پاكستانيانو د قتل سخته غندنه كړې او د پېښې رپورټ ئې طلب كړے دے. د كورنيو چارو وزير ??ئيلي دي چې د خېبر ??ښتونخوا حكومت د اقليتونو په تحفظ كښې پ?? مكمل توګه پاتې راغلې. داسې پېښې وړاندې هم په خېبر ??ښتونخوا كښې رامېنځ ته شوې دي. ده ووئيل چې صوبائي حكومت او قانون نافذ كوونكې ادارې دې د پاكستاني وګړو حفاظت باوري كړي. د وزيراعظم د هدايت له مخې دې د رنجيت سنګھ او كنول سنګھ قاتلان ونيول شي. ده ووئيل چې د وژل شويو كسانو كورنيو سره غمرازي كوو او باور وركوو چې وفاقي حكومت به د مجرمان?? نيولو لپاره صوبائي حكومت سره بشپړه مرسته كوي.