واشنګټن 11 مئي (اے پي پي) د امريكې د خارجه محكمې و??ان?? نيډ پرائس و??يلي دي چې امريكا پاكستان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي ??و د پخواني وزيراعظم عمران خان تورونه به د پاكستان او امريكې په اړيكو اغېز كولو ته پرې نه ښودل شي. و??ان?? د وزيراعظم د چوكۍ څخه د عمران خان په لرې كولو ك??ې د امړيكې د ككړ كېدو تورونه رد كړل. د نيوز بريفنګ په مهال د يو ??بر??ال د پوښتنې په ځواب كښې و??ان?? ووئيل چې كومه غلطه پروپېګنډه، غلط معلومات يا دروغ به د پاكستان او امريكې د اړيكو په لار كښې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدو ځكه چې مونږ د دې اړيكو قدر كوو. ده ووئيل چې امريكا په پاكستان كښې د كوم سياسي ګوند ملاتړ نه كوي ??لكې د قانون د حكمرانې د اصولو ملاتړ كوي. ده ووئيل چې د امريكې خارجه وزير ټوني بلنكن د پاكستان نوي ??ارجه وزير بلاول بهټو سره خبرې كړې دي چې پكښې دواړو مشرانو د پاكستان او امريكې د اړيكو د 75مې سالګرې په موقع د دې مرستې زياتو لوظ كړے. دواړو مشرانو د افغانستان استحكام او د ترهګرې مخ نيوي لپاره د امريكې او پاكستان په پوخ عزم زور راوړے. ده ووئيل چې دواړو مشرانو په اقتصادي اړيكو، تجارت، سرمايه كارې، اب و هوا، توان، صحت او د تعليم په اړه هم خبرې كړې دي. و??ان?? ووئيل چې زمونږ د تعليمي تبادلې پروګرام ډېر دے، زمونږ خوش قسمتي ده چې پاكستاني زده كوونكي په امريكا كښې زده كړې كوي ??و زمونږ ډېرو امريكائي زده كوونكو ته په پاكستان كښې د زده كړو كولو موقع په لاس راغلې. ده ووئيل چې داسې تبادلې تل په اړيكو ك??ې مرسته كوونكې ثابېتېږي، د تعليمي تبادلې په پروګرام كښې د پراختيا امكان دے.