اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د خزانې و??اقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي موجوده حكومت ټولې معاشي خرابۍ لرې كولو ته پام لرنه كړوي ٬مونږ كوم نوے ټېكس نه لګوو٬حكومت د پېټروليم په بيعه كښې د زياتوالي پالېسي جوړوي٬لويو ګاډو او ايليټ كلاس ته سبسډي نه شو وركولې ٬ البته لږ پیټرول استعمالونكو او موټرسائيكل استعمالونكو ته به رېليف وركولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې و??ړه۔ده وو??يل موجوده حكومت به راتلونكو 15 مياشتو كښې انتظامي ښه والې راولي٬وزيراعظم شهباز شريف هم مشوره راكړې چې په هېواد كښې په عام اولس زيات معاشي فشار رانشي۔ده وو??يل د پي ټي آئي حكومت په مهال د بجټ خساره زياته شوې٬موجوده حكومت به د بجټ خسارې كمولو لپاره هر ممكن هڅې كوي۔د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د روپۍ په قدر كښې كمے او د پي ټي آئي حكومت غلطۍ په هېواد كښې د ګرانۍ لوي اسباب دي ۔ده وو??يل موجوده حكومت ټولو معاشي خرابو لرې كولو ته پام لرنه كوي ۔د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د وزيراعظم شهباز شريف په ضد د عدم اعتماد ووټ په كاميابۍ به هغه په ښه ډول خپل?? چوكۍ پرېږدي۔