اسلام آباد۔3 اپرېل(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښود فواد چوهدري وئيلي دي نن پيپلز ګوند د سپريم كورټ نه د عبوري حكم امتناع غوښتنه كړې وه كومه چې عدالت مسترد كړې ده٬ د ډپټي سپيكر قاسم سوري رولنګ به ??ه ځائې پاتې وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د سپريم كورټ نه بهر د پي ټي آئي غړو سېنټر فېصل جاوید ،عامر ډوګر ،شوکت بسرا او نورو خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ فواد چوهدري ووئيل د آرټيكل 69 لاندې سپريم كورټ د پارليمنټ په كارروائۍ د خبرې كولو اختيار نه لري۔ ده ووئيل مسلم لیګ ن ،پیپلز ګوند اور جے یو آئی دا غوښتل چې حكومت لاړ شي ٬ حكومت ??لې دې اوس دوئي عدالت ته راغلې دي چې حكومت ??حال كړي۔ ده ووئيل د سياست پرېكړه په اولسي كچه كېږي۔ فواد چوه??ری ووئيل تحريك انصاف دعمران خان په مشرۍ كښی اپوزيشن ته ټاكنو كښې د مقابلې چېلنج وركوي۔ ده ووئيل د پاكستان پرېكړه د پاكستان اولس له كول دي ٬ د پاكستان خلق سوالګري نه دي او نه بې غېرته دي۔ ده ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې به مونږ راروانو ټاكنو كښې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړؤ