اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی)د عوامي مسلم ليګ مشر او پخواني داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په راتلونكو ټول ټاكنو كښې به عمران خان په درې كښې دوه برخې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي۔ ??پو??يشن په سياسي مرګ مړ شوې دې٬ په هند كښې هم ماتم دې او پاكستان كښې په دې پرېكړه اولس خوشحاله شوې دې٬ ??پو??يشن عمران خان مقبول لارښود جوړ كړې دې٬ سپريم كورټ چې كومه هم پرېكړه وكړي هغه به مونږ ته په سر سترګو قبوله وي۔ د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې شېخ رشيد ووئيل مونږ درې تجويزونه لر?? عدم اعتماد ٬ د وزيراعظم استعفی او په هېواد كښې نوې ټاكنې كول او دې كښې مونږ نوې ټاكنو ته د تللو پرېكړه وكړه۔ پخواني داخله وزير ووئيل ننۍ پرېكړې سره په هند كښې دا مهال ماتم دې٬ د هند خيال وو چې د دوئي بزنس همكار به حكومت كښې راشي۔ ده ووئيل په هند كښې مايوسي او پاكستان كښې خوشحالي خپره شوې ده۔ده ووئيل زما خواهش دې چې په پنجاب او خېبر پختونخوا كښې هم اسمبلۍ ماتې كړې شي٬ دا مې هم خواهش دې چې د حج نه وروستو ټاكنې وكړې شي۔ ده ووئيل تر 15 ورځو به وزيراعظم عمران خان وي٬ هغه له ډېر كارونه كول دي۔ ده ووئيل پخوانې دفتر مې پرېښودلې دې٬ پخواني 11 نمبر هاسټل ته شفټ كېږم۔