اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي اپوزيشن پاتې راغلے، په سياسي مېدان به ئې مقابله كوٶ٬ د وړومبۍ مېرمن پ?? ضد ناوړه ژبه خوځوونكو به محاسبه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پي ټي آئي لارښود مسرت جمشېد چيمه سره خبري كفنرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په هاٶس وائف ټكونه كول مناسب نه دي ، مسلم ليګ (ن) د چورلكې د لارې د بنظير بھټو جعلي عكسونه شيندلي وو۔ ده ووئيل د تېرو درې نيمو كالو په مهال بيا بيا وړومبۍ مېرمن پ?? نخښه كېږي٬ وړومبۍ مېرمن د قام لور ده٬ مور٬ لور او مسلمانه ده، په سياسي هلو ځلو كښې برخه نه اخلي او نه كومه سركاري چوكۍ لري۔ ده ووئيل د شهباز شريف او مريم صفدر پشمول د مسلم ليګ ن نورو مشرانو په دې بې بنسټه تورونه لګولي، مېرمنو ته عزت وركول ز??ون?? دود دے، ده ووئېل د مېرمنو په ضد ناوړه خبرې كول د ن لګ پېشه ده، د ماضي په حكومتونو كښې به هره مياشت سكېنډل راتلل٬ د موجوده حكومت په ضد چې څه تر لاسه نه شول نو د وړومبۍ مېرمن او د ھغې د ملګرې فرح ??ي بي په ضد بې بنسټه تورونه ولګولې شول، ده ووئېل فرح ??ي بي او د ھغې خاوند د ګوند يا سركاري چوكۍ نه لري۔ ده ووئيل د تورونو لګولو مقصد په وزيراعظم عمران خان بري?? كول دي٬ده ووئېل ز??ون?? د سياسي لارښودو په سياسي ډول مقابله وكړې ٬ كه د فرح ??ي بي په ض?? كوم ثبوت وي نه راوړاندې ېې كړئ