اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان په سوئيلي آسيا كښې تل پاتي امن او استحکام لپاره د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير د شخړې سوله ايز او سپېځلې حل غواړي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو د كونسل 48مې غونډې په موقع د تھائي لېنډ نائب وزيراعظم او خارجه وزير ډ??ن پرامودونائي سره په ملاقات كښې كړ??۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان تھائي لېنډ سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ په دې موقع خارجه وزير د سېلګرۍ ودې لپاره د تھائي لېنډ د پراخه ??جر??ې څخه د استفاده كولو د ارادې څرګندونه وكړه ٬ د ګندھارا تهذيب او بدھ مت ورثې تذکرہ كولو سره خارجه وزير په هېواد كښې د مذهبي سېلګرۍ ودې لپاره د پاکستان د پاليسۍ د خدوخال څخه تهائي وزير خارجه خبر كړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په زياتېدونكو اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دواړو ه??وادونو ترمېنځه مضبوط اقتصادي، تجارتي، سياسي او په كلتوري مرستې اډانه په پراخه بنياد د اړيكو د عزم څرګندونه وكړه۔ د افغانستان پحقله خارجه وزير ووئيل پاکستان افغانستان د معاشي انهدام نه ساتلو لپاره نړيوالې ورورولۍ څخه په بشري بنيادونو افغان اولس سره د معاونت متقاضي دے۔ د تھائي خارجه وزير په افغانستان كښې امن لپاره د پاکستان د مثبت کردار ستائنه وكړه۔ د دواړو ه??وادونو ترمېنځه د لوړې كچې د باقاعده رابطو اهميت تسليمولو سره خارجه وزيرانو د رابطې ساتلو لپاره اتفاق وكړو