اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وئیلي دي چې اولس متحد او د هر ډول جارحيت ځواب وركولو ته چمتو دې۔ د 27 فرورۍ 2019 هندي فضائي بريد په اړه خپل وېډيو پېغام كښې هغ?? ووئيل د ترهګرۍ په ضد د كاميابۍ په ترلاسه كولو او د هې??اد د هر كوچني د سباؤن په محفوظ جوړولو وسله والو ځواكونو ته سلام وړاندې كوم?? هغه د شهيدانو او د هغوي د كورنيو د سترو او ځانګړې قربانيو ستائنه وكړه۔ خارجه وزير د يوكرېن شخړې سره اړوند د ملكرو ملتونو د سلامتي كونسل د اولسي ووټنګ حواله وركولو سر?? ووئيل د نړۍ په وړادې د مودي حكومت دوه مخيزې معيار په ډاګه شوې دې?? هغ?? ووئیل چې هند پخپله د نېټ سكيورټي وركولو ادعا وكړه او بل اړخ ته چې كله قرارداد وړاندې كړې شو نو غېر حاضر پاتې شو?? هغ?? ووئيل هند لوئيديز څخه د چين په ضد د مرستې غوښتنه وكړه ولې كله چې وخت راغلو نو هند چې چاسره د مثالي اړيكو لوظ كړې هغوي ته ئې ګډوډ غبرګونونه وركړل