اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې د افغانستان منجمد فنډ د افغان قوم ملكيت دے او بايد هغه جاري كړې شي، د افغان فنډ د استعمال پرېكړه بايد د افغانستان خپله پرېكړه وي. د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند د مېډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل چې پاكستان د د افغان اثاثو د غېر منجمد كولو په اړه د امريكې پرېكړه كتلې ده. وياند و??ئيل چې د تېرو څو مياشتو نه پاكستان پرله پسې نړيوالې ټولنې ته وائي چې دوي دې په افغانستان كښې د انساني الميې مخ نيوي او د افغان معيشت په بحالې كښې مرستې لپاره په سمدستي توګه كارروائي وكړي. وياند و??ئيل چې په غېر ملكي بانكونو كښې د افغانستان د منجمد اثاثو په اړه پاكستان دا اصولي دريځ لري چې دا د افغان قوم ملكيت دے او بايد دا جاري كړې شي. وياند و??ئيل چې افغان اولس سختو معاشي او انساني ستونزو سره مخ دے او بايد نړي??ال?? ټولنه د دې خات??ې لپاره خپل مهم او تعيم??ري كردار روان وساتي چې پكښې وخت كليدي حېثيت لري.