اسلام آباد11 فروري (اے پي پي) د پاكستان علماﺀ كونسل او انټرنېشنل اسلامك كونسل په درخواست د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د هند لوڼو سره د يووالي ورځ ولمانځلې شوه. په دې موقع د جمعې په خطبو كښې د هند د ظلمونو غندنه وكړې شوه. په دې موقع د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي او نورو علما كرامو ووئيل په هند كښې چې څه روان دي، په دې بايد ملګري ملتونه، د اسلامي مرستې تنظيم او نړۍ تحريكونه غږ پورته كړي. دوي ووئيل چې كله هم په اسلامي نړۍ كښې كومه معامله رامېنځ ته شوې، پاكستان تل د مظلومانو ??ه تائيد او ملاتړ له خپل غږ پورته كړے. دوي ووئيل په هند كښې چې څه روان دي، په د?? نن نه يوازې د پاكستان په جوماتونو كښې بلكې په اروپائي علماﺀ فورم، روسيه، عرب نړۍ او ټوله اسلامي نړۍ كښې د هندوستان لوڼو سره د يووالي ورځ ولمانځلې شوه. دوي ووئيل په هند كښې ظلمونه روان دي، د جينكو په حجاب ??ند??زونه لګولے كېږي، د جوماتونو بې حرمتې كېږي، د كليساګانو بې حرمتې كېږي، ګوردوارې رانسكورېږي، دا هر څه د مودي سركار په سرپرستې كښې روان دي. دوي ووئيل نن په ټوله اسلامي نړۍ كښې هغې لور ته سلام وك??و كومې چې د وخشيانو په وړاندې د الله اكبر چغه وهلې . نن د الله اكبر داچغه د يو ارب اويا كروړه مسلمانانو زړونو ته رسېدلې ده.