اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د خز??نې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي د اتصالات او نجكارې كميشن ترمېنځه د ستونزو پائيدار حل لپاره د مخ په وړاندې تللو ضرورت دے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د اتصالات انټرنېشنل ګروپ سي اي او حاتم دويدر سره په ملاقات كښې وكړې۔په دې موقع د نجكارۍ وفاقي وزير محمد ميا سومرو٬د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن٬د خز??نې سېكرټري او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د خز??نې وزير د زمكې جاج اخستو په ضرورت زور راوړو۔ده په پاكستان كښې د آئي ټي او ټېلي كام په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ په امكانات رڼا واچوله او وې وئېل دا دواړه څانګې په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ده ووئيل حكومت غېر ملكي سرمايه كار سرمايه كارۍ ته راغب كولو لپاره ترغيبات وركوي۔د اتصالات سي اي او د زمكو د ج??ئزې زر تر ترسره كولو د عزم پخلے وكړو او په پاكستان كښې يې د آئي ټي او ټېلي كام په څانګو كښې په س??مايه كارۍ كښې خوښي ولرله۔د ملاقات په مهال د اتصالات او نجكارۍ كمېشن ترمينځه د چارو حل لپاره اتفاق وكړے شو۔د خز??نې وزير ووئيل متحده عرب امارات د پاكستان مهم اقتصادي شراكتدار هېواد دے۔پاكستان يو اے اي سره د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په س??رګه ګوري او پاكستان يو اے اي سره د اړيكو لا قوي كولو خواهش لري