اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د پارلماني چارو سلاكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي چې په هېواد كښې راتلونكې ټولټاكنې ب?? د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې كولې شي، د ټاكنو كميشن كار پېل كړے، په ټاكنو كښې ب?? سمندر پورې پاكستانيان هم د رائې حق كاروي، د ادارو ترمېنځه غوره وركنګ ريلېشن شپ دے، وزيراعظم عمران خان د اولس منډېټ سرهه اقتدار ته راغلے دے، ټاكل شوې حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي. د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اوسني حكومت د كال 2021م په مهال په غوره ډول د كورونا وائرس هېنډل كړے، د نورو هېوادونو په مقابله كښې په پاكستان كښې د وائرس صورتحال په قابو كښې پاتې شوے. نړيوالو مشرانو او نړيوالو ادارو هم د پاكستان حكومت د اقداماتو ستائنه كړې ده. ده ووئيل چې نن د نهې په مازيګر څلور بجې ب?? د سېنېټ غونډه رابللې شي چې پكښې ب?? بجټ ترميمي اېكټ بل وړاندې كولې شي. اپوزيشن دې مثبت ت??ويزونه وركړي. ده ووئيل چې د دې نه پس به د قومي اسمبلۍ غونډه هم رابللې شي.