اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خ??رونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي ذي چې د مولانا فضل الرحمان د اېز لوډ د??ان بند شوے، دا د هغه مسئله ده، په پارلماني سياست كښې د هغه كوم كردار نشته، فضل الرحمان، ن ليګ او پيپلز ګوند يوازې كرپشن زياتولې شي، هې??اد چلول د دوي د وس خبره نه ده. ده دا خبرې د مولانا فضل الرحمان لخوا مېډيا سره د خبرو په غبرګون كښې وكړې. د اطلاعاتو او خ??رونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې فضل الرحمان د درې كلونو نه سياسي بې رو??ګار دے، خپل رو??ګار لپاره د جمهوري حكومت په ضد په سازشونو بوخت دے. ده ووئيل چې د چا خپله لمن پاكه نه وي هغه په صادق او امين ګرځول شوي وزيراعظم عمران خان څنګه نيوكې كولې شي. ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې ريكارډ ګراني ده، ځينې شرخوښي عناصر په پاكستان كښې د ګرانې په بهانه خپل سياسي د??ان پړقوي