اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې ګرد هېواد سلا شوې چې يو كس له به هم ?? توهين رسالتۖ او ?? توهين مذهب قانون په لاس كښې د اخستو اجازه نه وركوٶ٬ د جمعې په ورځ به مسلمانان او د اتوار په ورځ به عيسائيان د سري لنكن وګړي وژنې په ضد د غندنې ورځ لمانځي۔ د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د سيالكوټ پېښې پحقله به د جمعې په ورځ د غندنې ورځ لمانځلې شي او اولس ته به وئيلې شي چې توهين رسالتۖ څه دې٬ مونږ دا ډول 137 شكايتونه حل كړې دي۔ ده ووئيل د ملي يوالي كونسل او پاکستان علماء کونسل په ضابطه اخلاق كښې پ?? واضح توګه دا خبره شوې٬ ده ووئيل اولس ٬ ميډيا٬ وكيلانو او د سوداګرو پشمول د ټولو ذم?? واري ده چې ھغوي ديني تشخص ته د زيان رسوٶنكو په ضد به په ګډه ودرېدل وي۔ ده ووئيل ټولو علمائے كرامو د سيالكوټ د پېښې غندنه كړې ده د ټولې مډيا هم مننه كوٶ چا چې په ښه ډول دا خپره كرې. په دې مونږ د دوي مننه كوٶ ځكه چې د انتها خوښۍ خاتمه به هم په دا ډول كېږي۔ ده ووئيل تر څو چې مونږ يو موټې شوي نه يو، انتها پسندي به ختمه نش??٬ د اسلام دين د اعتدال دين دے۔ ده ووئيل ډېر زره به مونږ د پوهنتونونو پشمول د تعليمي ادارو دورې كوٶ او خپل نوې كول ته به د اسلام د دين او د اعتدال پسندۍ پحقله لېكچر وركوٶ