اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار د “کامياب يوتھ سپورټس ډرائيو” د انتظاماتو او ځوانانو ته د وزيراعظم عمران خان خطاب لپاره د تياريانو او سيکورټي انتظاماتو جاج اخستو لپاره د اتوار په ورځ د جناح ا??ټې??يم دوره وكړه۔ په دې موقعه د وزير اعظم امنيتي ټيم هم د انتظاماتو جاج واخست۔ وزيراعظم عمران خان به د دسمبر په شپږمه نيټه كامياب جوان سپورټس ډرائيو پېل كوي او په دې لړ کښې د اسلام آباد په جناح سټيډيم کښې ايونټ لپاره انتظاماتو ته حتمي شكل وركولې شي۔ د اتوار په ورځ په جناح سټيډيم کښې د ايونټ په ريهرسل کښې په زرګونو لوبغاړي برخه اخلي، ټول جناح سټيډيم په ښکلې توګه سينګار کړے شوے دے، وزيراعظم عمران خان به كامياب جوان اسپورټس ډرائيو كمپائن د مش??ل رڼا كولو سره پېل كوي۔ ??ه جناح ا??ټې??يم كښې 40 زره ځوانان ګډون كوي۔