اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدري فواد حسېن وئيلي دي هېواد كښ?? د ضروري څيزونو بيعې ك??ېږي، د چينو په بيعه كښ?? 60 روپو څخه زياته كمي راغلې، د اوړو او چينو پشمول د ضرورت نورو څيزونو بيعې سندھ كښ?? زياتې دي، سندھ كښ?? د 30 كلونو راهسې په اقتدار كښ?? ناستو د ضروري څيزونو بيعې قابو نه كړې، د سندھ وزیراعلیٰ دې خپلې چارې سمي كړي، ن لیګ د عدلېه او پوځ په ضد كمپائن سپانسر کړے، هيله لرو عدليه به د دې نوټس واخلي او دا به تر منطقی انجام ورسولې شي، د پارلیمان مينډيټ له مخې بايد الیکشن کمېشن راروانې ضمنی ټاكنې د ای وی ایم د لارې وكړي، قانون يواځې پد ای وی اېم ټاكنې مني۔د نهې په ورځ د وفاقي کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو كښ?? وفاقی وزیر ووئيل په نننې كابينه غونډه كښ?? وفاقی وزیر اسد عمر او خاص مرستيال ډاكټر فیصل د کورونا نوي قسم اومی مېکرون په اړه کابینې ته بریفنګ وركړے۔ وفاقي كابينې ته وئيلي شوي د كورونا نوي قسم اوميكرون خپريدو شرح زياته تنده ده، دا نوے قسم د جنوبي افريقې څخه پيل شو??۔ د ابتدائي اطلاعات په بنياد د دې د خپريدو شرح تنده ده۔كابينې د اولس تحفظ لپاره د ماسك كارولو، سماجي فاصلې او د ويكسينيشن ترغيب وركو۔ده ووئيل وفاقي كابينې په حلقه اين اے 133 كښ?? د ضمني ټاكنو په مهال د ووټونو په بيعه د اخستو مبينه ويډيو رامخې ته كيدو او سندھ كښ?? د ضروري څيزونو بيعه كښ?? په زياتوالې د تشويش څرګندونه كړې۔ده ووئيل په غونډه كښ?? افغانستان لپاره د 50 زره ټنه غنمو امداد او د افغانستان په صورتحال د او آئي سي هېوادونو خارجه وزيرانو خصوصي غونډه په پاكستان كښ?? د كولو منظوري وركړې شوې ۔ ده ووئيل په غونډه كښ?? اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كولو په اړه او بهر هېوادونو كښ?? مېشته پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د ووټنګ مشينونو ترلاسه كولو، د عملې تربيه، اړوندو ادارو ذمه وارو ،د اولسي خبرتيا كمپائن او په ټاكلي وخت كښ?? د ترسيل په اړه بريفنګ وركړو۔د اطلاعات وزير ووئيل كابينې په حلقه اين اے 133 كښ?? د ضمني ټاكنو په مهال د ووټونو په روپو د اخستو مبينه ويډيو باندې د سخت تشويش څرګندونه كړې ۔ كابينې ووئيل دا ډول غير قانوني اقدامات د جمهوريت په ضد دي ۔ د سپېځلتيا ترمخه كابينې د كورونا وبا په پيكج د آډټ رپورټ په اړه اړوندو ادارو ته د وضاحت كولو سپارښتنه كړې ۔وفاقي وزير ووئيل د خزانې صلاحكار وفاقي كابينې ته د ضروري څيزونو د بيعې تقابلي جائزه وړاندې كړې۔ كابينې ته وئېلې شوي چې د تېرې اونۍ په مهال د ګرانۍ شرح 0.67 فيصده كمه شوې، دغسې د 05 څيزونو بيعه كښ?? كمے راغلے ۔ ده ووئيل كابينه خبر كړې شوه چې سيمه كښ?? د غوړو او تور چائے بيعې نه علاوه د نور استعمال څيزونو بيعه په پاكستان كښ?? كمه ده۔په دې څييزونو كښ?? اوړه ، د چڼو دال ، ماش دال ، مونګ، ټماټر، پياز، چرګ او پيټرول شامل دي۔وفاقي وزير ووئيل كابينې ته ووئيل شول اوړه ، چيني، دال مونګ او د چڼو دال بيعه سندھ كښ?? د نورو صوبو په مقابل كښ?? زياته ده۔ كابينې په سندھ كښ?? د څيزونو په بيعه د تشوېش څرګندونه وكړه۔دغسې پيټروليم ډويژن كابينې ته ذيلي ادارو كښ?? د اېم ډي او سي اي او خالو چوكو په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل كابينه خبر كړې شوه چې دا مهال 4 چوكۍ خالي دي په كومو چې د تعيناتيو عمل روان دے۔د هوا بازۍ وزارت په سفارش كابينې د ميسرز سرينا ايئر، ميسر ايئر بليو، ميسرز پي آئي اے او د سي ايل او ميسرز د قامي هوا بازۍ پاليسي 2019 ترمخه د هوا بازۍ لائسنس تجديد منظوري وركړه۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې د هوا بازۍ وزارت په وېنا سول ايوي اېشن اتھارټي رولز ترمخه د هوائي اډو د اړخه د جوړېدونګو دنګو ودانيو د حد مقررولو منظوري وركړې ۔دغسې اسلام آباد بليو ايريا كښ?? د ودانيو د دنګوالي حد 1000فټ مقرر كړے شو??۔ دغسې د كامرس وزارت په سفارش كابينې د پاكستان په سفارتخانه تهران كښ?? عملې له د هارډشپ پاليسۍ ترمخه هېواد ته په راستنيدو د ذاتي استعمال ګاړو درآمد كولو اجازه وركړې ۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت په سفارش كابينې بهر هېوادونو څخه د تبليغي جماعت پاكستان ته راتلونكو وګړو لپاره د ويزې موده 120 ورځو څخه تر 150 ورځو ته رسولو منظوري وركړې ۔ويزا به د آن لائن ويزا پورټل د لارې ترلاسه كېږي۔ دغسې كابينې د ايمپلائز اولډايج بينيفټس انسټيټيوشن (اي او بي آئي) چيئرمېن تعيناتۍ لپاره د تګلارې منظوري هم وركړې ۔دا تعيناتي به د مسابقتي عمل ترمخه مينجمنټ پوزيشن سكيل پاليسي 2020 د لارې ك??لې شي۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت په سفارش كابينې د اوورسيز ايمپلائمنټ پروموټر لائسنسز جارې ك??لو منظوري ځنډولې ۔كابينې سپارښتنه وكړه چې د دې پروموټرز د كار جاج اخستو لپاره به تګلاره په يوه اونۍ كښ?? جوړولې شي۔كابينې د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ د 12نومبر 2021 په غونډه كښ?? د شوو پريكړو توثيق هم كړے او په غونډه كښ?? د پاكستان جيمز او جيولري ډويلپمنټ كمپني تنظيمِ نو سفارش شو??۔ دغسې كابينې د توان كمېټۍ د 18نومبر2021 په غونډه كښ?? د پريكړو توثيق وكړو ۔ د توان كمېتۍ د ګيس لوډ مينجمنټ پلان 2021-22ء او كيماړي كراچۍ كښ?? د تيلو ډپو جوړولو سفارش كړے ؤ۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت په سفارش كابينې د آئي ټي اين اي چيئرمېن او پريس كونسل آف پاكستان چيئرمېن تعيناتيو لپاره د سليكشن بورډ جوړولو منظوري هم وركړې ۔ د آئي ټي اين اي چيئرمېن لپاره سليكشن بورډ به په اطلاعات وزير ،سيكرټري اطلاعات،ايډيشنل سيكرټري اطلاعات، د ګريډ 21 اسټيبلشمنټ ډويژن په افېسر او د قانون وزارت په نمائندګانو مشتمل وي۔د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن سليكشن بورډ به د اطلاعات په وزير ،سيكرټري اطلاعات،ايډيشنل سيكرټري اطلاعات، د ګريډ 21 د اسټيبلشمنټ ډويژن په افيسر او د قانون وزارت په نمائندګانو مشتمل وي۔دغسې كابينې محمد سليم د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن لګولو منظوري هم وركړې ۔وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د صنعت او پيداوار وفاقي وزير كابينې ته په هېواد كښ?? د سرې موجوده اسټاك او بيعو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے۔ كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 29 نومبر2021 په غونډه كښ?? د شوې پريكړې توثيق كړے او په غونډه كښ?? د افغانستان په صورتحال او آئي سي هېوادونو خارجه وزيرانو خصوصي غونډه په پاكستان كښ?? د كولو منظوري او افغانستان لپاره د 50 زره ټنه غنمو امداد منظوري هم وركړې شوې ۔ده ووئيل په نړيواله كچه چې د ګرانۍ باوجود كوم اقدامات ممکن وؤ هغه مونږ كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل سندھ كښ?? داسې اقدامات نه دې شوې،د بده مرغه هغوې پخپله په دې ذخیرہ اندوزۍ كښ?? ككړ دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اپوزیشن احتجاجی سیاست موسمی دے ، هغوې په يخښنۍ كښ?? رابهر كېږي او په ګرمۍ كښ?? دننه ناست وي ۔۔