اسلام آباد 12نومبر(اے پی پی)د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي د دې خبرې تصديق كړے چې په كابل د قبضې نه پس د هېواد 75 فيصده انجونې س??ول??نو ته بېرته راغلي٬په افغانستان كښې د پاكستان مخالف عناصر نه دي پاتې٬نوے حكومت بشپړه هڅې كوي چې د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد استعمال نه شي۔ده د جمعې په ورځ انسټي ټيوټ آف سټراټېجك سټډيز اسلام اباد كښې د سنټر فار افغانستان٬مينځني ختيز او د افريقې د سيوري لاندې په خپله عوامي مباحثه كښې په افغانستان كښې د انجونو تعليمي حقونو صورتحال په اړه د يوې پوښتنې ځواب ور??ول??۔ده ووئيل 75 فيصده جينكۍ س??ول??نو ته بېرته راغلي او خپل تعليم يې پېل كړے٬ده په ګوته كړه چې نړيواله ورورولي د تضاد ښكار ده٬يو پلو د مېرمنو په تعليم زور راوړي او بل پلو د استاذانو تنخاګانو ته پام لرنه نه كېږي ځكه چې د هېواد اثاثې منجمد دي چې له امله يې تنخاګانو ور??ول?? كښې ستونزې رامخې ته كېږي۔ده د افغانستان عبوري حكومت په ضد د غېر ملكي مېډيا منفي كمپائن ذكر ??ول?? سره دغه د حقيقت په ضد ګرځولے ۔په دې حقله ده ووئيل پنځه لكه دولتي ملازمانو ته اوس تنخاګانې وركړې كېږي دغسې د سياسي نظريات په ??ني??د تراوسه كوم ملازم د ن??كر?? څخه نه دے اخوا كړے شوے او نه كومه مېرمن د ن??كر?? څخه اخوا كړې شوې او نه تنخاګانې كمې كړی شوي۔ده ووئيل په افغانستان كښې درې زره كلين??س او روغتونونه موجود دي كوم چې تراوسه كار كوي۔ده ووئيل نړيواله ورورولي چې د افغانستان عبوري حكومت څخه كوم اصلاحات كول غواړي هغه په امن ناك ډول هم كېدے شي نه چې د فشار سره۔ده ووئيل په موجوده كابينه كښې د ټولو قامونو استازي شته٬امير متقي ووئيل زمونږ حكومت غواړي چې افغانستان اوس د لويو طاقتونو لپاره د تصادم مركز نشې۔ده ووئيل په افغانستان كښې په 43 كلونو كښې په وړومبي ځل يو مركزي٬ذمه وار او خپلواكه حكومت جوړ شوے۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې د ټولو لپاره د يو ډول موقعې راپیدا ??ول?? تاريخي موقع لرو٬نوے پیشرفت د استحكام لپاره نوې لارې پرانستلې۔ ده ووئېل په افغانستان كښې د امن مطلب پاكستان كښې امن دے۔اوس مونږ په يو متوازن پالېسۍ عمل كوو۔ده د پاكستان سره د دوه اړخيزه تجارت د خوښي هم څرګنده كړه۔ دغسې متقي د 40 كلونو راهسې په هېواد كښې د مېشته افغان كډوالو په كوربتوب د پاكستان مننه وكړه