پېنډۍ ۔11نومبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان حكومت به 5 كاله ترسره كوي، په هیواد کې د ګډوډي او وینو تویولو په ځايې مذاکرات تر ټولو ښه لار ده ٬ په ګاونډي هېواد افغانستان كښې د مسلمانانو وروڼو مرسته كول مهم دي ګني د دې اغېز په پاكستان هم پرېوتې شي ٬ پاكستان په اولني مېچ كښې هند ته ماتې وركولو سره فائنل ګټلې ؤ۔ پېنډۍ كښې رنګ ??وډ?? لئی اېکسپرېس وے، د مور بچې روغتون او د تعليمي ادارو اپ ګرېډېشن د دې ځائې وګړو لپاره تر ټولو غوره منصوبې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ په پېنډۍ كښې د پرمختيائي منصوبو پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ داخله وزير ووئيل زه تحریک لبیک پاکستان سره د اولې ورځنې نه د مذاكراتو حامي وم ٬ حكومت سره چې كومه لوظنامه شوې ده ډېره زر به اولس ته وړاندې كړې شي۔ هغه ووئيل جوائنټ سېشن كه وړاندې تلې دې نو څه خبره نه ده۔ هغه ووئيل مهمه خبره دا ده چې راروانه مياشت كښې به كابل كښې يخني سوا شي او مونږ نه غواړؤ چې د مسلمان ك??دو په حېث خپل ګاونډي په تكليف كښې يوازې پرېږدؤ۔ دغلته كوچنيان له لوږې مري او كه د كوم مسلمان په ګاونډ كښې كوچنيان د لوږې مري نو مسلمان اوده كېدې نه شي٬ د دوئي مرسته به كول وي ګني د افغانستان اثرات نېغ په نېغه په پاكستان پرېوزي۔ شېخ رشيد احمد ووئيل په پېنډۍ كښې به د روانې مياشتې په مهال رنګ ??وډ?? ناله لئی اېکسپرېس وے منصوبو پېل كولو سره د مور بچي روغتون منصوبه ترسره شي او دې نه پس به ښا?? كښې آتشبازي او ودا??ۍ روښانه كولې شي۔ د پ??نډۍ اولس مقبرې لپاره يو زر كناله زمكه بېله كړې شوې ده۔ هغه ووئيل د پ??نډۍ په هر يو ډھوك كښې مو انجونو له كالجونه او په ښا?? كښې مو درې پوهنتونونه جوړ كړل٬ ځكه چې د دې ښا?? انجونې كه لوستې وي نو د قبضه ګرو او نشائي توكو خرڅوؤنكو خاتمه به وكړې شي۔