اسلام آباد 10نومبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ډیجیټل پاکستان زمونږ وژن دے ، انفارمېشن ټیکنالوجي په څانګه كښې پرمختګ سره به د پاکستان مجموعي قومي پیداوار زيات شي،هېواد كښې د ټئي ټي ګریجویټس شميرې زياتولو ته اړتيا ده،نړۍ كښې ټیکنالوجي په تندۍ سره پرمختګ كوي،د پرمختګ مزل مخ په وړاندې بوتللو لپاره به د چين په ډول زر پريكړې كول وي،هېواد كښې د برېسټ كېنسر خبرتيا كښې د پي ټي يے كردار مهم دے۔ صدر مملکت د شورو په ورځ قومي براډ بینډ نیټ ورك فورم تهوينا كوله۔دستو??ې ته د پاکستان ټیلی کمیونیکیشن اتھارټي (پي ټي اے) چیئرمېن میجرجنرل (ر) عامر عظیم باجوہ، د انفارمېشن ټیکنالوجي وفاقی سیکټري ډاكټر م??مد سهیل راجپوت او د ټیلی مواصلاتی کمپنیو مشرانو او نمائندګانو هم خطاب وكړو۔ ډاكټر عارف علوي په فورم کولو پي ټي اے او هواوے له مبارکي وركړه۔ده ??وئ??ل د نړۍ په هر يو هېواد كښې د ټيكنالوجي په اړه پريكړو كونكو او وګړو ترمينځه جنریشن ګیپ وي، انفارمېشن ټیکنالوجي لپاره ضروري ده چې تندۍ سره پرمختګ وكړي۔ صدر مملکت ??وئ??ل آئي ټي په څانګه كښې پرمختګ لپاره به حکومت خپله هر ممكن مرسته كوي، حکومت هڅه كوي چې په دې اړه آسانۍ وركړي۔ده ??وئ??ل حکومت چې څه ډول درآمدات او برآمدات د معيشت بيلو څانګو كښې توازن پيدا كولو لپاره هڅې كوي ،دغسې به د آئي ټي په څانګه كښې پرمختګ لپاره هم كوي۔ صدر ??وئ??ل د ډيټا استعمال ته اړتيا ده،نړۍ دومره ډيټا لري چې د هغې تجزيه كول مشكل دي۔ده ??وئ??ل ټيكنالوجي كښې جدت راځي، براډ بینډ كښې هم پراختيا شوي، ټیکنالوجي پرمختګ لپاره د سباؤن ضرورت هم به هم ترنظر ساتل وي، پاکستا?? كښې راروانو ټاكنو كښې د الیکټرانك ووټنګ مشینونو استعمال غواړو دې لپاره په قام كښې خبرتيا پيدا كوو،تير وخت كښې پاکستان ټیلي کمیونیکیشن اتھارټي د ګرے ٹیلیفونی مخنيوي هڅه كړې۔پي ټي سي ایل ډلې ایګزیکټیو حاتم بماتراف پشمول ځينې ټیلي مواصلاتی کمپنیو نمائندګانو هم دستو??ې ته وينا وكړه۔