اسلام آباد 12 ??کت??بر(اے پی پی) پاكستان او اېران په افغانستان كښې مستحكم حكومت او تل پاتي امن لپاره د هڅو په دوامداره ساتلو اتفاق كړے. ?? كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي ?? كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رش??د احمد سره د اېران پارلماني پلاوي ملاقات كړے. د پلاوي مشري د اېران د پارلمان غړي ډاكټر امير آبادي فرحاني وكړه. په پلاوي كښې كاروباري شخصيات هم شامل وو. د ملاقات په مهال د پاكستان او اېران د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د منطقې په مجموعي صورتحال خبرې وشوې. په دې موقع د ترهګرې او غېر قانوني انساني تګ راتګ مخ نيوي لپاره په تجويزونو هم خبرې وشوې. پاكستان او اېران په افغانستان كښې مستحكم حكومت او پائيدار امن لپاره د هڅو په دوامداره ساتلو اتفاق كړے. د بنديوانو د تبادلې په لوظنامه موثر عمل لپاره د خاص كمېټې په جوړولو هم اتفاق راغلے. دغسې اېراني پلاوي د بلوچستان په هرنائي كښې په زلزله كښې په زيان خواشيني و??ود??ه. پلاوي د عظيم سائنسمدار ډاكټر عبدالقدير خان په مړينه هم خواشيني و??ود??ه او د هغه خدمات ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې. ?? كورنيو چارو وزير د اېران د پارلماني پلاوي مشر د لارې د اېران ?? كورنيو چارو وزير ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړ