اسلام آباد 11اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پاك پوځ د جمهوريت سره ولاړ دے او د پاكستان د آئين پاسداري كوي، د افغانستان په معامله د وز??را??ظم عمران خان دريځ رښتيا ثابت شوے، مونږ د افغانستان مسئلې د حسا??يت نه خبر يو، اپوزيشن ګوندونه په خپلو كښې د يو بل سره اپوزيشن كوي او په يو بل عدم اعتماد كوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د نجي ټي وي ??ېنل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړې. د?? ووئيل د پاكستان تحريك انصاف په دور كښې په نړيواله كچه كه د افغانستان او د كرتارپور لارې پرانستلو معامله وي يا د كشمير په اړه د وز??را??ظم عمران خان دريځ ٬ سول ملټري ليډړشپ په يو پېج دے. د?? ووئيل د مسلم ليګ ن په ليډرشپ د كرپشن كېسونه جوړ دي، دا خلق په ادارو نيوكې كوي، دوي په خپل دور كښې اولس لپاره هيڅ نه دي كړي بلكې خپل جائيدادونه ئې جوړ كړي. د?? ووئيل د افغانستان په معامله د وز??را??ظم عمران خان دريځ رښتيا ثابت شوے، كله چې د افغانستان معامله روانه وه نو هغه وخت پخواني وز??را??ظم نواز شريف په لندن كښې د پاكستان مخالف محب الله غوندې خلقو سره ملاقاتونه كول. د?? ووئيل اپوزيشن ګوندونه په خپلو كښې د يو بل سره اپوزيشن كوي او په يو بل عدم اعتماد كوي، فضل الرحمان په سياسي توګه بې روزګاره شوے، بايد فضل الرحمان د نورو خلقو څخه د استعفٰی غوښتلو په ځاے خپل زوي ته اووائي چې استعفٰي وركړه .