كراچي 02 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې مونږ د قرآن او سنت په ضد هېڅ نه شو اورېدلې، په ترهګرې كښې ككړ خلق به ونه بخښلې شي، پاكستان به په ??ر صورت ترهګري له مېنځه وړي. په برهان پېلس مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې زه سيدنا سېف الدين سره ملاقات ??پاره راغلے وم، هغه ته مو پېنډې ته د راتګ بلنه وركړې ده. ده ووئيل چې ماښام به تقي عثماني سره ملاقات ??ېږي. ده ووئيل چې افغانستان به په يو قيمت هم زيان ر??ېد?? ته ورنه كړو. نړيواله ټولنه دې افغانانو سر?? مرسته وكړي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان ته د ګرانې معلومات دي، وزيراعظم د خزانې وزير ته د ګرانې كم??لو هدايت كړے. د كورنيو چار وزير ووئيل چې كه د شهباز شريف بيانيه پاس هم شي نو بيا به هم راتلونكو پنځو كلونو لپاره عمران خان وي.