سرینګر۔4 ستمبر(اے پی پی) جموں وكشمير كښې په غېر قانوني توګه كور كښې نظر بند كړې شوي د حريت فورم چيئرمېن مير واعظ ??مر فاروق د مشر حريت لارښود سيد علي ګېلاني په مړينه غ??ژنې كورنۍ سره غ??رازي ښكاره كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې حريت فورم په يو بيان كښې وئيلي دي چې مير واعظ ف??روق نسسيم ګېلاني او نعيم ګېلاني سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغوي سره ئې د پلار په مړينه غ??رازي ښكاره كړه۔ خپلو خبرو كښې هغه ووئيل يوه كورنۍ د خپل عزيز دفن كولو بنيادي حق نه محرومه ساتل يو غېر انساني فعل دے۔ مير واعظ ووئيل د غم په دې وخت كښې ټول قام د ارواښاد كورنۍ سره ولاړ دے۔ میر واعظ ??مر فاروق د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په سياسي او مزاحمتي محاذونو د سيد علي ګېلاني خذمات او قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د هغه په حق رسېدو سره نه يوازې سياست كښې يوه خلا رامخې ته شوې بلكې يو دور هم پايې ته رسېدلے دے۔ فورم د قابض هندي چارواكو لخوا د كرفيو او مواصلاتي بندش او د ارواښاد د كورنۍ غړو او خلقو ته د مشر لارښود د جنازې لمونځ كښ?? د ??ډون كولو اجازې نه وركولو سخته غ??دنه كړې