اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري وئيلي دي ضرورت د دې خبرې دې ??ې د سياسي حل لپاره د افغان شخړې مستقل حل له ټول توان وكارولې شي دغسې چې افغانستان كښې د تل پاتي امن په ځائې كېدل ممكن شي۔ پاكستان افغانستان كښې د امن عمل حوالې سره دې نه وړاندې هم د سهولت كارۍ كردار ترسره كړې او په سباؤن كښی به هم دا روان ساتي۔ د افغانستان د سباؤن پرېكړې اختيار افغان اولس سره دے۔ د افغانستان د ګاونډي هېواد??نو او نړيوالې ټولنې نه علاوه تر ټولو زيات مهم كردا?? د ??فغان مشرتابه دې۔ د افغانستان ټول ډلو له به يو ځائې ناسته كولو سره د سياسي حل پلو تلل وي۔ د نهې په ورځ پي ټي وي سره خبرو كښې هغه ووئيل د پاكستان په كابل كښې سفارت پرانستے دے او په بشپړه توګه فعال دے۔ افغانستان څخه د پاكستانيانو بېرته راوستلو له د پي آئي اے اضافي پرواز??نو پیل كولو نه علاوه نور ټول اقدامات كولې شي۔ دې سره سره پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره هم هر ډول سفارتي مرسته كوي۔زاهد حفيظ چوهدري ووئيل پاكستان ??وا??ي چې افغانستان كښې په سوليز ډول د اقتدار منتقل كېدو عمل بشپړ شي دغسې ??ې د كوم ډول امنيت خلا رامخې ته نه شي۔ پاكستان د افغانستان ټولو فريقېنو سره رابطه كښې دے او افغانستان كښې امن لپاره به هڅې كوي۔ د يوې ??وښ??نې په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل د هند كا?? د ??روغو پروپېګنډې كول دي او دې نه زيات ئې هېڅ اهليت نشته۔ دا مهال د افغانستان دننه كوم ډول انساني بحران نه دے پېدا شوې۔ هغه ووئيل د پاكستان د امريكا په همكارۍ كښې افغانستان كښې د امن حوالې سره كار كولو يو تاريخ دے۔ پاكستان د امريكا او طالبان ترمينځه امن لوظنامه كولو او انټرا افغان ډائيلاګ پېل كولو كښې بنيادي كردار ترسره كړې دې۔ د يوې بلې ??وښ??نې په ځواب كښې زاهد حفيظ چوهدري ووئيل پاكستان افغانستان څخه د خپلو وګړو راړولو كښې هر ډول مرسته كوي۔ په دې لړ كښې په داخله وزارت كښې يو خصوصي سېل جوړ كړے شوے دے كوم چې 24 ساعته كار كوي۔ هغه ووئيل كه پاكستاني وګړي كوم ډول ستونزې سره هم مخ وي نو هغوي سفارتخانې سره رابطه كولې شي