اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير ا??د عمر سره د ورلډ بېنك د سوئېلي آسيا نائب صدر هارټ وګ شيفر او كنټري ډائرېكټر ناجي بن هاسين د شورو په ورځ ليدلې دي ٬په ملاقات كښې د دوه اړخيزه چارو پشمول په بېلو پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د منصوبه بندۍ وزير د نړيوال بېنك د سوئېلي آسيا نائب صدر هركلے وكړو او د هېواد اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې يې د نړيوال بېنك مهم شراكت ومنلو۔نائب صدر ووئيل نړيوال بېنك د پاكستان سره خپلې ش??اكتداره ته ?? قدر په سترګه ګوري او د حكومت د اصلاحاتي ايجنډې بشپړه مرسته كوي۔ده د كووېډ 19 بحران كوټلي انتظام لپاره د پاكستان ھڅې هم وستائېلې۔ده ووئيل ورلډ بېنك د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د كورونا ويكسين اخستلو كښې مرستې له په بشپړه توګه لوظي دے۔ده په دې خبره رڼا واچوله چې د سمارټ لاك ډاؤن د لارې د كورونا په وبا قابو موندلو له د پاكستان هڅو او د وزيراعظم وژن ترمخه د مالياتي پېكج د لارې سماجي او اقتصادي چېلنجونو مخ نيوي ته نړيواله ورورولۍ ?? قدر په سترګو ګوري۔ده په روانو اصلاحاتو او پرمختيائي پروژو په وخت بش??ړو??و زور راوړو۔ا??د عمر پلاوې خبر كړو چې حكومت د شماريات نظام جديد كولو او هغه هائي فريكونسي ډېټا جنرېشن لپاره د فعالولو په مقصد د پاكستان شماريات بيورو له د نوې شكل وركولو اراده لري۔ده ووئيل پي بي اېس به وړومبي ډيجيټل سر شمېره په 2023 كښې هم كوي۔ده ووئيل حكومت به په دغه سيمو كښې د نړيوال بېنك د تكنيكي مرستې هركلے كوي۔