اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب په سندھ اسمبلۍ كښې په اپوزيشن لارښود ح??يم عادل شېخ د بريد غند??ه كولو سره وئيلي دي چې د سندھ حكومت پرله پسې حليم عادل شېخ په نښه كوي، پيپلز ګوند د هغه خڅه ځكه يره لري چې هغه تل د دوي كرپشن په ډاګه كوي. د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې بايد د سندھ پوليس او انتظاميه په سمدستي توګه د دې معاملې نوټس واخلي، ذمه وارې دې ګرفتار كړ?? شي او د دوي په ضد دې سخته كارروائي وكړ?? شي. ده ووئيل چې ذمه وارو سره د نرمې واضح مطلب دے چ?? دا ستاسو تربيه شوي خل?? وو.