اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د ژورو او تاريخي اړيكو لا مستحکمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي په پاكستان كښې د تجارت، سرمايه کارۍ او توان په څانګو كښې پراخه موقعي شته ، د سعودي عرب په پرمختګ كښې د پاکستانيانو كردار د ستائني وړ دے ، د ک??وډ په اړه د مزل بنديزونو په وجه سعودي عرب كښې د كار كوونكو پاکستانيانو په وخت راستنولو له به ګامونه پو??ته كولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخي سعودي عرب خارجه وزير پرنس فيصل بن فرحان السعود د وزيراعظم عمران خان سره د نهي په ورځ ملاقات كړے ۔وزيراعظم د ه??ه تود ه??كلے كړے او د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه تاريخي او د ژورو اړيكو له ئې د عزم پخلے كړے ۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع خادمين الحرمين الشريفين شاہ سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع مئي 2021ء د سعودي عرب د خپلي دوري ذكر هم و??ړو چې پكښې د شوو پريكړو په رڼا كښې وزيراعظم د ه??ې په بيلو اړخونو رڼا اچولو سره ووئيل حاجت د دې خبري دے چې بيلو څانګو كښې اړېكو لا ښه كولو له به لاري لټولې شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې معاشي اړخ ته ودي وركولو او تجارت ، سرمايه کاري او د توان په څانګو كښې مرستي لا زياتولو له به هر ممكن اقدامات كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان د سعودي پاکستان سپريم کوآرډينېشن کونسل فعاليت په اړه د پو??ته كړو ګامونو ستائلو سره ووئيل د سعودي عرب او د پاکستان اړيكو ښه والې له د تزويراتي اړخ تعين لپاره دا يو اعليٰ سطح مهم پليټ فارم دے ۔ وزيراعظم د سعودي عرب سوكالۍ او د دواړو هېوادونو پرمختګ لپاره د پاکستانيانو مهم كردار وستائلو۔ ده ووئيل د اولس ترمينځه قوي رابطو سره دوه اړخيزه اړيكي لا ښه كيدې شي۔ وزيراعظم عمران خان د ک??وډ له امله د مزل بنديزونو په اړه د پاکستان وګړو ته د پېښو ستونزو ذکر کولو سره ووئيل حاجت د دې خبري دے چې سعودي عرب كښې كار كوونكو پاکستانيانو بي??ته راوستلو له دې په وخت ګامونه پو??ته كړې شي۔په دې موقع د دواړو هېوادونو او سوئيلي اسياﺀ كښې د ک??وډ په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د افغانستان صورتحال په اړه وزيراعظم و??ئيل افغانستان كښې بايد ټولي ډلي سياسي حل لپاره تعميري او مقصد لرونكې خبرې اتري وكړي۔په دې موقع د سعودي پلاوي په تود ه??كلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ پرنس فيصل ووئيل سعودي عرب پاکستان سره قوي اړيكي لري،دا اړيكي په ورورولۍ اډانه دي۔ده د وزيراعظم عمران خان او سعودي ولي عهد ستراتيجكي اح??ام??ت په رڼا كښې شريكې اړيكې لا مستحکمولو له د ه?? ممكن اقدامات كولو له د عزم پخلے وكړو