اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې له مخې صنعتي پرمختګ او كركيلي ته پام لرنه كولې ش??۔ د سي پېك اتهارټۍ چارواكو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل د صنعت او كركيلې څانګه د پاكستان پرمختګ لپاره كليدي اهميت لري٬ دا ھغه دوه څانګې دي كومو كښې چې پاكستان په ماضي كښې د جديدو ت??اضو مطابق ترقي نه ده كړې چې په سبب ئې پاكستان ستونزو سره مخ دے خو د سي پېك له مخې په دوېم پړاٶ كښې اوس دې دواړو څانګو ت?? خاص پاملرنه كېږي ٬ دې مقصد ترلاسه كولو لپاره تفصيلي منصوبې ترتيب كړې ش??ي او كار پرې پېل شوے۔ چارواكو له مخې د سي پېك دوېم پړاٶ به د تجارتي توازن نه لرلو په مسئله قابو موندلو له مرستياله وګرځي٬ په دوېم پړاو كښې د بنيادي ډهانچې د پرمختګ د لارې صنعتي ترق?? ٬ ?? زراعت مېکانائزېشن، سېلګرۍ٬ ها??ی ټېك فنانس او سماجي پرمختګ ته خاص پاملرنه كولې ش??٬ په هېواد كښې خاص اقتصادي زونز جوړېږي چې ورسره به پېداواري صلاحيت زيات شي، يو شمېر تجارتي هلې ځلې به رامخې ته شي او د پاكستان برآمدات به زيات شي ۔ چارواكو ووئيل د پاکستان د زياتېدونكې آبادۍ د خوراك ضرورت??نه ترسره كولو لپاره زراعت ته ترقي وركول ډېره ضروري ده۔