اسلام آباد۔3جولائی (اے پی پی) د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي د کاناډا البرټا صوبې په چيسټرميئر سيمه كښې د اور لګیدنې پېښې له امله د یوې پاکستانۍ – کاناډایې کورنۍ د 7 غړو پ?? مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده۔ د خالي په ورځ په یو خپ??ر شوي بيان كښې د بهرنیو چارو وزیر ووئیل چې هغه په دې پیښه کښې د پاکستانی وګړو په ځاني زيان د زړه نه خفه دے او د پېښې پلټنيو له د كاناډا چارواكو سره تماس كښې دے۔ هغه پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو بخښنې او لوړو درجو له دعا وكړه۔ خارجه وزير غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ تاسو سره يو برابر شريك يؤ۔ هغه ووئيل كاناډا كښې ??اك??تانے هائي كمشنر او ??اك??تانے قونصلېټ وېنكوور ځپلې كورنۍ سره پرله پسې تماس كښې دے۔ خارجه وزير ووئيل ما ځپلې كورنۍ سره هر ډول مرستې لپاره اړوندو چارواكو ته هدايات جاري كړي دي۔