اسلام آباد 29 جون(اے پی پی) د سېنېټ د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د ميوچول ليګل اسسټنس ترميمي بل 2021 ٬ د كورنيو چارو وزارت او د ماتحت ادارو د چارو تر سڅره كولو د طريقه كار جاج اغستلے شوے۔د قائمه كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر محسن عزيز په مشرۍ كښې د پارليمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د ميوچول ليګل اسسټنس ترميمي بل 2021 ٬ د كورنيو چارو وزارت او د ماتحت ادارو د طريقه كار د معاملو تفصيلي جاج واخستلے شو۔د سېنېټ سېكرټړېټ له مخې د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د ميوچل ليګل اسسټنس بل په اړه په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني٬سېنېټر اعظم نذير تارړ او رانا مقب??ل احمد ووئيل دا بل د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ د تفصيلي جاج اخستو نه پس منظور كړے۔دا ډېر مهم بل دے۔د قانون وزارت لخوا چارواكو غونډې ته ووئيل د دې بل په اړه صوبو سره هم مشوره شوې وه۔د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې په نورو اړوندو چارو هم غور وكړے شو۔په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني٬سېن??ټر?? اعظم نذير تارړ او رانا مقب??ل احمد٬اعظم نذير تارړ٬مولا بخش چانډيو٬ثمينه ممتاز٬فيصل سليم رحمان٬شهادت اعوان٬فوزيه ارشد٬سيد فيصل علي سبزواري٬دلاور خان او مشتاق احمد نه ع??او?? د داخله وزارت سېكرټري٬د داخله وزارت اېډېشنل سېكرټري٬د اېف اے ټي اېف ډي جي٬ د اېف آئي اے ډائرېكټر٬د اسلام آباد ډي سي٬د اسلام آباد ډي آئي جي٬د نېكټا ډي جي٬د نادرا ډي جي او نورو د اړوندو ادارو چارواكو ګډون كولو۔