اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي وزيراعظم عمران خان پاکستان د حقيقي فلاحي رياست جوړولو وژن لري وزيراعظم دا خواهش لري چې د هېوا?? په اقتصادي توګه د كمزورو طبقو د ژوند معيار ښه كړے شي ٬ دې مقصد لپاره حكومت په ګڼ اړخيزه لائحه عمل كوي ۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د كامياب پروګرام پحقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه ??ښې د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار، د خزانې سېكرټري ، د نيا پاكستان هاٶسنګ ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمېن ٬ د پبنجاب بېنك صدر، د اېچ بي اېل چئيرمېن، د اخوت اېګزيکټو ډائريکټر او د نېشنل بېنك سينئر اېګزېكټو وائس صدر ګډون كولو ۔ د خزانې وزير ووئيل د هېواد مستحقو وګړو ته د احساس پروګرام د لارې معاونت وركړے كېږي كوم چې په نړۍ ??ښې د سماجي تحفظ په لويو پروګرامونو ??ښې شامل دے٬ ده ووئيل وزيراعظم اولس په خاص توګه ځوانانو ته د موقعو وركولو خواهش لري۔ دې مقصد ترلاسه كولو لپاره كامياب پاكستان پروګرام پېل كړے شوے ٬ د دې پروګرام له مخې كاروبار ٬ كروندګرو او بې وسه كورنو لپاره به پور وركولې شي، وګړو ته به صحت ??ار?? وركولې شي او د لكهونو په شمېر كسانو ته به فني تربيه وركولې شي۔ ده ووئيل د دې ??قد??ماتو په بشپړېدو ??ښې ټول شراكتدار٬ بېنكونه او اېن جي اوز له راوړاندې كېدل پكار دې او د كامياب پاكستان د بېنر لاندې په قام سازۍ ??ښې خپل كردار لوبول پكار دي۔ ده ووئيل دا پروګرام به په هېواد ??ښې سوكالۍ لپاره سنګ ميل ثابت شي ځكه چې دې سره به كاروبار او كردوندګرو ته نېع په نېعه ګټه ورسي۔ په دې موقغ ګډون كوٶنكو د خزانې وزير ته د كامياب پاكستان پروګرام كاميابۍ لپاره د بشپړه مرستې او ملاتړ باوري وركړٶ