اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي چې د رمضان په وروستې عشره كښې ?? كورونا خپرېدل كم شوي، تر دسمبر كال 2021م 7 كروړه خلقو ته د واكسين لګولو هدف لرو، د 70 لكو نه زيات وېكسي نېشن شوے، په سندھ كښې كورونا زياته خپرېږي. ده دا خبرې د ګل په ورځ مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. ده ووئيل چې د الله ش??ر دے چې د هند په شان صورتحال سره مخ نه شو. ده ووئيل چې ?? كورونا د واكسين لګولو مركزونه زياتوو، 20 لكه ښوونكو ته به د جون تر 10مه نېټه واكسين ولګول شي. ده ووئيل چې په جون كښې به د يو كروړ نه زيات واكسين راشي. ده ووئيل چې په جون او جولائي كښې به په پاكستان كښې دوه كروړه واكسين موجود وي. ده ووئيل چې ?? كورونا شرح د 10 فيصد نه 4 فيصد ته راغلې. ده ووئيل چې صدر ??ملكت به روانه اونې علما كرامو سره ملاقات كوي. د علما كرامو د لارې به خلقو ته د واكسين لګولو وئيلې شي