تهران 21 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي پاكستان يو نظرياتي او د اسلام په نوم جوړ شوے هېواد دے ، د سپكاوي د خاكو په ضد به په نړيواله كچه غږ پورته كوو، ځينې بيانونو او خاكو سره نه يوازې زمونږ بلكې ?? ټول اسلامي امت زړه ازار شوے. ده دا خبرې د شورو په ورځ په تهران كښې د پاكستان سفارت دورې په مهال افسرانو ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل ده د اېران د پارلمان سپيكر سره د اسلامو فوبيا په زياتېدونكي رحجان خبرې كړي. خارجه وزير ووئيل په لويديځ كښې چې شدت خوښې طبقه په كوم ډول اسلامو فوبيا ته هوا وركوي، مونږ په دې لويه اندېښنه لرو. ده ووئيل مونږ د را??ے د اظهار د آزادې په ضد نه يو ولاړ ، د را??ے د اظهار د حق تحفظ آئين هم وركوي خو د دې دا ??طلب نه دے چې د را??ے د اظهار د آزادې په نوم دې د چا زړه ازار كړے شي