اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص مرستيال حافظ محمد ??اه?? محمود اشرفي وئيلي دي د وقف املاك اېكټ په لړ كښې به ډېر زر به علماﺀ او مشائخو زېرے وكړو، د جوماتونو او م??رس?? به په هره كچه تحفظ كولې شي. ده دا خبرې په جامعه مسجد معاذ بن جبل كښې علما و مشائخ كنونشن ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع مولانا نعمان حاشر، مولانا عبید ﷲ ګورماني، مولانا ??اه?? عقیل اعوان، مولانا ابو بکر حمید صابري، علامه ??اه?? الحسن، مولانا حبیب الرحمان عابد، مولانا قاسم قاسمي، مولانا الیاس مسلم، مولانا نائب خان، مولانا م??مد شهباز او نور هم موجود وو. د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل بايد قاضي او مفتي معتصب نه وي. ده ووئيل د م??رس?? او جوماتونو ذمه وار كه كوم شكايت لري نو حاضر يو. ده ووئيل د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره منبر او محراب خپل كردار ترسره كوي، د اقليتونو حقونه به غصب كولو له ورنه كړو. ده ووئيل د مذهبي همغږې په نتيجه كښې به رواداري، محبت او اخوت راپېدا شي. د م??رس?? رجسټرېشن، بنك اكاٶنټ او نورې چارې به د نوي تعليمي كال نه وړاندې حل كړې شي. د م??رس?? رجسټرېشن د تعليم وزارت سره تړل د حكومت كارنامه ده. ده ووئيل په م??رس??، جوماتونو او عبادت ځايونو كښې به د مارچ د وړومبې نېټې څخه د مارچ تر 30مه نېټې د يو قام يو منزل، امن، اخوت او اعتدال په عنوان استحكام پاكستان كانفرنسونه، سېمينارونه، اجتماعات او علماﺀ و مشائخ كنونشنز كولې شي