اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د پاكستان ??و مصر مشرتابه د دوه اړخيزه اړيكو ??و مرستې لا مستحكمولو عزم لري۔ده دا خبره قاهره كښې د پاكستانيانو سره د ملاقات په مهال كړې۔په دې موقع په قاهره كښې د پاكستان سفارتخانې ناظم الامور شاه نذر٬د مينځنۍ ختيز ډي جي ډاكټر محمد بلال او د پاكستان سفارت سينئر افسران هم د خارجه وزير سره موجود وو۔پاكستانيانو د خارجه وزير قاهرې ته په رسېدو هركلے ??كړو۔خارجه وزير د پاكستانې كميونټۍ سره د خبرو په مهال ووئيل پاكستان ??و مصر پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې لري۔د پاكستان ??و مصر ترمينځه دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كاري او بېلو څانګو كښې ?? مرستې لا زياتولو ډېر امكانات موجود دي۔خارجه وزير د مصر دورې په مهال عبدالفتح السيسي٬خارجه وزير سامح شكري او د مصر مشرتابه سره د شوو ملاقاتونو حواله و??كو??و سره ووئيل د خوشحالۍ خبره دا ده چې د دواړو هېوادونو مشرتابه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو عزم لري۔پاكستانې كميونټۍ د كورونا وائرس وباﺀ په مهال د پاكستان سفارتخانې د مثبت كردار ستائنه وكړه