اسلام آباد۔27 جنوری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پي ډي اېم د ټولو هدفونو غوندې د وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد تحريك به هم ناكامۍ سره مخ شي۔ پي ډي اېم كښې شاملې ټولې پارټۍ د مفاداتو جنګ كوي۔ د سېنېټ ټاكنو كښې څو اوونۍ پاتې شوي۔ د سترې محكمې نه مو لارښوونه ترلاسه كړې كه حاجت وي نو بدلونونه هم كولے شوو۔ د اپوزيشن لخوا به دوو كلونو كښې د زيات قرض اخستو خبره بې بنسټه ده۔ په دوو كلونو كښې اخستي شوي بهرني ??رض 6 كھربه د پخوانو قرضونو په سود وركړې شوي۔ د پارليماني ??ارټۍ غونډه كښې په ټولو اړ??ندو چارو خبرې شوې۔ هغه د شورؤ په ورځ د پي ټي آئي پارليماني ??ارټۍ غونډې نه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پارټۍ غونډه كښې په بېلو موضوعاتو خبرې وشوې كومو كښې چې د هېواد معيشت سره اړ??نډې چارې هم شاملې وې۔ د خزانې وزير عبد الحفیظ شېخ غونډې ته د هېواد معاشي صورتحال په اړ?? بشپړ بريفنګ وركړو۔ هغه ??وئيل مونږ كرنټ اكاؤنټ خساره كمه كړې۔ 60 اربه ډالره خساره مو صفر ته راوستلې۔ هغه ??وئيل د قرضونو په اړ?? اپوزيشن منفي پروپېګنډا كوي چې مونږ په دوه كاله كښې زيات قرض اخستے۔ هغه ??وئيل په تېرو دوو كلونو كښې مو 11 كھربه په قرض ستنولو وركړي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل غونډه كښې په ګرانۍ خبره شوې۔ هغه ??وئيل د تېر كال جنورۍ مياشت كښې ګراني تر 20 فيصده رسېدلې وه كومه مو چې تر ټولو ټيېټې كچې ته راوستلې شوې۔ هغه ??وئيل د پارليمنټ غړو وزيراعظم د خپلو سيمو په اړ?? هم خبر كړے۔ کراچۍ لپاره د وفاقي حكومت په پېكج هم خبره شوې۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير د دغې بشپړه جائزه وړاندې كړې۔ وزیراعظم په دې اړ?? اړ??ندو چارواكو ته سپارښتنې هم وكړې۔ پارليمنټ كښې په قانون سازۍ خبرې شوې۔ د حكومت په كاركردګۍ بحث شو۔ے د يوې پوښتنې په ځواب كښی وفاقي وزير ووئيل پی ډی اېم بېل هدفونه لري خو هغه به خپلو ټولو هدفونو كښې ناكامۍ سره مخ شي۔ پي ډي اېم كښې د شاملو پارټو بېلې بېلې رائې دي۔ د دوي ګټې بېلې بېلې دي۔ هر يو د خپلو مفادو جنګ كوي۔ هغه ??وئيل كرپشن د پاكستان يو لويه مسئله پاتې شوې ۔ پخوانو واكمنو كرپشن او مني ??انډرنګ كړے او هېواد ئې معاشي ستونزو سره مخ كړے۔ هغه ??وئيل براډ شيټ رامخې ته شوے او دا زمونږ جمهوري فرض دے چې پلټنې وكړؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ??وئيل پارټۍ كښې خلق خپلې رائې لري او خپل وړاندېزونه وركوي۔ صوبائي ستونزې به صوبائي قيادت لرې كوي۔ د پنجاب وزيراعلی به برقرار وي۔ د سېنېټ ټاكنې به تفاهم سره كولې شي۔ هغه ??وئيل د ملائيشيا الوتكې په معامله هم خبره روانه ده۔ څه نه څه ادا كړې شوي او دا معامله به ډېره زر ترسره شي۔