اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف ﴿ پي ټي آئي﴾ د اطلاعات مركزي سېكرټري احمد جواد په لاهور كښې د قبضه مافيا په ضد په كاميابو عملياتو ?? پنجاب وزيراعلٰي له مباركي وركړې. د ګوند د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري بيان له مخې ده ووئيل په صوبائي سرښار كښې د مافيا په ضد په موثره كارروائې ?? پنجاب وزيراعلٰي او د ده حكومت د مباركې حقدار دے. د قبضې او كرپشن سياست اولس بدحاله كړے. د كرپشن ، قبضې او د نشه اي توكيو د دندې پشمول د سختو جرائمو لړې جاتي امرا سره تړ??ن لري. ده ووئيل د مجرمانو د بچ كولو د تحريك نوم پي ډي اېم دے. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې تحريك انصاف د جرم نېټ ورك ملا ماتولو لپاره پوخ عزم لري. ده ووئېل د كوم مصل??ت او فشار سره مخ كېدو نه بغېر به قوم سره د جرم او كرپشن ختمولو خپل لوظ پوره كوو.