اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د تركيې خارجه وزير مولود چاوش اولو ته د پ??كس??ان او تركيې د اړيكو د استحكام په اعتراف تر ټولو اعلٰي سول ايوارډ هلال پ??كس??ان وركړے. د ايوارډ وركولو دستوره د شورو په سهار ايوان صدر كښې وشوه چې پكښې د ترك خارجه وزير سره د هغه د پلاوي نه علاوه وفاقي وزيرانو او سول چارواكو ګډون وكړو. دستوره د قرآن پاك تلاوت نه پېل شوه او بيا د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږولې شوې. په دې موقع د كابينه ډويژن سېكرټري سردار احمد نواز سكهېرا د دوه اړخيزو اړيكو استحكام لپاره د ترك خارجه وزير خدمات په ډاګه كړل. ده ووئيل ترك خارجه وزير امن او سلامتيا لپاره ځانګړي خدمات ترسره كړي او د پ??كس??ان او تركيې اړيكو ته ئې استحكام وركړے او دا اړيكې په ستراتېژيكي شركت ب??لولو لپاره ئې مهم كردار ترسره كړے. هلال پ??كس??ان ايوارډ د پ??كس??ان د قامي ګټې او كلتوري او سماجي خدماتو په اعتراف وركړے كېږي. تر اوسه چې كومو غېر ملكيانو دا ايوارډ ترلاسه كړے په هغوي كښې د امريكې نوے ??اك??ے شوے صدر جوبائيډن، د چين ??ارجه وزيړ وېنګ ژي او پ??كس??ان لپاره د چين ??فير ياٶ جن شامل دي. د تركيې خارجه وزير د پ??كس??ان تركيې او آذربائيجان دوهم?? درې اړخيزه غونډه كښې ګډون كولو لپاره پ??كس??ان ته راغلے. د دستورې نه وړاندې د تركيې خارجه وزير صدر مملكت سره ملاقات وكړو او ورسره ئې د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړې.