اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په تندې سره بدلېدونكې نړيواله منظر نامه په نظر كښې ساتلو سره به مونږ ته ??فارتكاري جديد تقاضو سره هم آهنګ كو?? وي، معاشي سفارتكاري زمونږ د سفارتي ترجيحاتو مهمه برخه ده، ډېر زر به د معاشي سفارت كارې ډويژن جوړ كړے شي. ده دا خبرې د معاشي سفارتكارې په اړه د يوې مهمې غونډې مشري كو??و په مهال وكړې. په غونډه كښې د وزيراعظم د قومي سلامتيا خاص مرستيال معيد يوسف هم ګډون وكړو. دا غونډه په خارجه وزارت كښې وشوه چې پكښې د معاشي سفارتكارې د ??دې په بېلا بېلو اړخونو غور وٍكړے شو. په غونډه كښې د وزارت اعلٰي چارواكو هم ګډون وكړو. په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې په تندې سره بدلېدونكې نړيواله منظر نامه په نظر كښې ساتلو سره به مونږ ته ??فارتكاري جديد تقاضو سره هم آهنګ كو?? وي. ده ووئيل چې معاشي سفارتكاري زمونږ د سفارتي ترجيحاتو مهمه برخه ده، ډېر زر به د معاشي سفارت كارې ډويژن جوړ كړے شي. ده ووئيل چې نويو سفارتكارو ته ??ه د معاشي سفارتكارې په اړه خاص تربيه وركولې شي. خارجه وزير د سټرېټېجك كميونيكېشن ډويژن لا فعاله كو??و لپاره د هر ډول ممكنه اقداماتو كو??و هدايت هم وكړو.