اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سر?? په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد ابراهيم د زيارت په ورځ په دبئي كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو خبرې شوي. د ا??ارات سفير متحده عرب امارات ته په راتګ د خارجه وزير هركلے وكړو. خارجه وزير ووئيل متحده عرب امارات تل پاكستانو وروڼو سر?? د خاص مينې څرګندونه كړې. په پاكستان كښې د روغتونو په جوړولو او نورو پرمختيائي چارو كښې په مرسته كولو د متحده عرب امارات مننه كوو. ده ووئيل دواړه هېوادونه پخ??انۍ د ورورولې اړيكې لري كومې چې زمونږ تاريخي، كلتوري، ادبي، ??عا??ي او اقتصادي اړيكو لا قوي كړي. شاه محمود قريشي ووئيل زه باور لرم چې په سباٶن كښې به د پاكستان او امارات اړيكې لا قوي شي. په پاكستان كښې د ا??ارات سفير حماد عبېد ابراهيم د خارجه وزير مننه كولو سر?? د دواړو هېوادونو اړيكې قوي كولو لپاره د بشپړه هڅو كولو باور وركړو. په دې موقع په دوبئي كښې د پاكستان قونصل جنرل احمد ا??جد علي هم موجود ؤ