اسلام آباد۔10 دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي لوي څښتن انسان اشرف المخلوقات پېدا كړے ??و ژوند تېرولو له ئې انسان ته يوه ضابطه ??يات وركړے ۔ دغه ضابطه ??يات كښې بشري حقونه تر ټولو وړاندې دي۔ د ټولو مذهبونو د مباحثې محور د انسان تكريم او عزت دے۔ د نبی عليه السلام د حج خطبه د بندګانو د حقونو او ضابطه ??يات بنيادي برخه ده كومه كښې چې د آقا او غلام ترمينځھ فرق ختم كړے ??وے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د زيارت په ورځ د بشري حقونو نړيو??لې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه۔ هغه ووئيل پاکستان د بشري حقونو نړيوال چارټر ل??س ليك كړے ??و په دې لړ كښې په نړيواله كچه د خپلو لوظونو عملي كولو عزم لري۔ هغه زياته كړه چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د بشري حقونو نړيوالو ادارو غلې پاتې كېدل د پوهې نه پورته خبره ده۔ هغه ووئيل په كشميري اولس د هند لخوا روان ظلم او زياتے د انسانيت تذليل او سپكاوے دے۔ هغه ووئيل د بشري حقونو نړيوالو ادارو له به مقبوضه كشمير او فلسطين كښې د روان ظلم او زياتي ختمولو له ګامونه پورته كول وي۔ په دې موقع ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ووئيل اسلام د بندګانو حقونو ادا كولو په حاجت زيات زور راوړے۔ هغه ووئيل د هېواد ټولو طبقو ته يو ډول حقونه وركول د حكومت وړومبني ترجيحات دي۔ هغه په ملګرو ملتونو زور راوړو چې د هند لخوا په كشميري اولس د روان ظلم نوټس اخستو سره سره د كشمير په حقله خپل قراردادونه عملي كړي۔