فېصل آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان جامع پرمختګ لپاره به د كال 1960م د لسيزې په صنعتي پاليسي عمل كولې شي او په دې لړ كښې به د صنعتكار په مشوره نوې پاليسي تشكيل كولې شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د فېصل آباد چېمبر دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دستوره كښې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور، د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار، وفاقي او صوبائي وزيرانو، د اسمبلې غړو او صنعتكارو په لويه شمېره ګډون وكړو. وزيراعظم ووئ??ل چې د كال 1960م د صنعتي پالېسې په نتيجه كښې پاكستان هغه وخت په تندې سره پرمختګ كولو كله چې په كال 1970م كښې ذوالفقار علي بهټو د اسلامي سوشلزم په نوم صنعتونه په قومي چوكاټ كښې واخستل او دې لپاره ئې ??ا جواز وړاندے كړو چې د پاكستان ټول دولت تر 22 كورنيو محدود دے. ده ووئ??ل چې بايد مونږ د قوميانې پاليسي په ځائ اضافي سرمايه په غريب اولس خرڅ كولو لپاره قانون سازې كړې وې. ده ووئ??ل چې اوس هم د صنعتي پرمختګ ضرورت دے چې دغسې سرمايه كار خپل دولت زياتولو سره سره اضافي سرمايه د خلقو د غربت په ختمو??و خرڅ كړي. ده د چين مثال وركړو او وې وئ??ل چې چين د دې طريقې له مخې صنعتكاري وكړه، اول سرمايه كارو دولت زيات ك??و او بيا ئې د 70 كروړ نه زيات خلق د غربت نه رابهر كړل. ده ووئ??ل چې بايد په هېواد كښې داسې ماحول پېدا نه كړے شي چې زياتې پېسې ګټل جرم وګڼل شي. ده ووئ??ل چې بايد سرمايه كار په جائز ډول منافع وكړي او بايد حكومت په دې لړ كښې ضروري اسانيې وركړي. د چينې مافيا ذكر كولو سره ده ووئ??ل چې كمپټېشن كميشن آف پاكستان وئيلي دي چې د چينې ملونو د كارټيلائزېشن د لارې په ګډه د چينې بېعه لوړه كړه او خلق ئې د ګرانې طوفان سره مخ كړل. ده ووئ??ل چې حكومت به په هېواد كښې د صنعت كارې او د برآمداتو ډاډګېرنه كوي او په دې لړ كښې به زياتې اسانيې پېدا كولې شي. ده ووئ??ل چې حكومت كاروبار لپاره اسانيې پېدا كوي. په اېف بي آر كښې پرله پسې د اصلاحاتو عمل روان دے. په دې لړ كښې ډېجيټلائزېشن رائج كولې شي. ده ووئ??ل چې د كووډ په وجه په ټوله نړۍ سخت وخت راغلے، د ټولې نړۍ معيشتونه كمزوري كېږي خو د پاكستان په معيشت ك??ې تندي راځي. ده ووئ??ل چې مونږ د سمارټ لاك ډاٶن د لارې نه يوازې غريب خلق بچ كړل بلكې معيشت مو هم بېرته مستحكم كړو. ده په دې لړ كښې د اېن سي او سي ښه پلانونه وستائيل. ده د حماد اظهر او د خپلې معاشي ډلې هم ستائنه وكړه كومې چې صنعتونه د زيان نه بچ كولو لپاره په وخت اقدامات وكړل. ده په دې لړ كښې د سټېټ بانك د ګورنر هم ستائنه وكړه. ده ووئ??ل چې د صنعتي پرمختګ عمل بېرته بحال شوے خو مونږ ته به د كورونا د دوهمې چپې نه بچ كېدو لپاره په خپله حفاظتي اقدامات كول وي. ده ووئ??ل چې كه د كورونا رنځوران زيات شول نو په روغتونونو د فشار زياتېدو په نتيجه كښې به په معيشت هم منفي آغېز وشي.