اسلام آباد۔11 نومبر(اے پی پی) پاکستان او ایران په ځيني اروپائي هېوادونو كښې په زياتېدونكې اسلاموفوبيا اندېښنه ښكاره كولو سره دا خبره په ډاګه كړې چې د اظهار آزادۍ په نامه د سپكاوي رويه د زغملو نه ده۔ دواړو هېوادونو په دې اتفاق كړے چې ا??غانستان كښې د امن راوستلو پشمول د منطقې ا??ن او استحكام له به په ګډه هڅې كولې شي۔ د خا??جه دفتر وياند له مخې خا??جه وزير شاه محمود قرېشي سره د شورؤ په ورځ خپل د ايران همڅنګ ډاكټر جواد ظريف سره ملاقات كړے۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو او د كورونا وباﺀ صورتحال په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د دواړو خا??جه وزيرانو ملاقات كښې په بهتر باډر مېنجمنټ، د دوه اړخيزه رابطو زياتولو او زائرينو ته د غوره آسانيو وركولو په اړه هم خبرې شوي ۔ دغسې ا??ران خا??جه وزير په تود هركلي كولو د خپل همڅنګ شاه محمود قرېشي مننه كړې۔ شاہ محمود قریشی ايران كښې د كورونا وائرس د لاسه په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره د وائرس مخنيوي له د ايران حكومت لخوا د پورته كړو ګامونو ستائنه وكړه۔ خا??جه وزير خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان او ايران د دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ امنيت او د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له سيمه ايزو او نورو مهمو فورمونو څخه استفاده كولې شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل افغانستان كښې تل پاتې ا?? مستقل امن سيمه كښ امن او استحكام لپاره ډېر مهم دے۔ هغه ووئيل د افغانانو تر مينځه مذاکراتو په شكل كښې ا??غان مشرتابه د امن راوستلو يوه ځانګړې موقعه لري كومه چې بايد له لاسه ورنه كړې شي۔ دغسې په دې مهال دواړه خا??جه وزيران افغانستان كښې د امن په شمول د منطقې ا??ن او ثبات له په ګډه هڅو كولو ته صلاح شول۔ خا??جه وزير خپل د ايران همڅنګ مقبوضه كشمير كښې د روانو ظلمونو او زياتي او د بشري حقونو خلاف ورزيو ??ه خبر كړو۔ خا??جه وزير د پاكستان اولس لخوا د مظلومومه كشميري اولس په ملاتړ كولو د ايران ستر لارښود علي خامنه اي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې