اسلام آباد ، 31 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر سېنېټر شبلي فراز وئیلي دي چې پاکستان ډیموکراټیک موومنټ د اولسي غونډو او رياست مخالفې بيانيې دلارې هېواد كښې د غېر يقيني وضعې رامخې ته كولو هڅې كوي۔ یو خصوصي تلویزیوني چېنل سره خبرو کښې هغه ووئیل چې د پاکستان ډېموکراټیک موومنټ مش??تا??ه د ای??ز صادق د بیان غندنه يا مخالفت نه دے كړے بلكې اپوزيشن مش??تا??ه د هغه د دريځ ملاتړ كوي۔ د اياز صادق په بيان ټكونه كولو سره وفاقي وزير ووئيل اياز صادق په بنيادي توګه د پاكستان په ضد د هند د بيانيې ستائنه ??ړې ده۔ هغه ووئيل دا خيال سم نه دے چې اياز صادق په ذاتي حېثيت ايوان كښې دا بيان وركړے دے۔ اياز صادق د پخواني وزيراعظم نواز شريف لخوا دا بيان وركړے دے۔ هغه ووئيل د غېر ذمه واره بيان په وركولو د قو??ي اسمبلۍ غړي اياز صادق په ضد كارروائي كولو له حكومت د خلكو فشار سره مخ دے۔ هغه ووئيل قانون به د اياز صادق په ضد خپله لاره پخپله وباسي