اسلام آباد۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د قام د لوټ كړو پېسو بايد ځواب وركړے شي۔ حكومت دا پېسه معاف كو??ے نه شي۔ په ناموس رسالت ٬ پېښور پېښه او د كوئټې په چاؤدنه د اپوزيشن سنجيدګي د قام په وړاندې ده۔ د شورؤ په ورځ قومي اسمبلۍ كښې هغه ووئيل اپوزيشن د پېښور په پېښه سياست شروع كړے۔ تېره ورځ په ناموس رسالت او نن د پېښور په پېښه د اپوزيشن سنجيدګي د ټولو په وړاندې ده۔هغه ووئيل د كوئټې په جلسه كښې وئيلې شوي وو په پاك افغان پوله به خاردار تار لرې كو??ے شي۔ دوي دا هېره كړې چې دې تار لګولو نه وروستو پ??كس??ان محفوظ شوے۔ د اچکزئی ورورو پخپله ګورنر ؤ هغه پښتنو لپاره څه كړي ۔ هغه ووئېل زمونږ په ماشومانو د سياست كو??و نه بايد ډډه وكړې شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن په كورونا هم سياست كړے۔ په فیټف چې كله قانون سازي روانه وه نو په دغه موقع اپوزيشن تحريري اېن آر او وړاندې كړه۔ مراد سعید ووئيل اجیت دوول د پ??كس??ان په حقله وئيلي وو هغه د بهر نه بريد نشي كو??ے ۔ دې بيان نه وروستو داخلي سازشونه پېل شو۔ بلوچستان او پختو??خو?? كښې د ناامنۍ او شيعه سني فساداتو سازش روان دے ۔مراد سعيد ووئيل د قائد د مزار يو تقدس دے۔ زه د هند د نظريې او سوچ ??ندنه كو??۔ هغه ووئيل د اردو ژبې د ترويج غوښتنه آئين كو??۔ دا خلق د اجیت دوول بیانیې او د مودی سوچ ??ه وده وركوي۔ په كشمير 54 كاله وروستو د ملګرو ملتونو سلامتي كو??سل كښې بحث شوے ۔ هغه ووئېل موجوده حكومت كښې درې وارې سلامتي كو??سل كښې د كشمير په مسئله خبره وشوه۔ د ناموس رسالت معامله عمران خان ټولې نړۍ او ملګرو ملتونو ته يوړله۔ كله چې د فلسطين په اړه خبره وشوه نو د پ??كس??ان په ضد سازشونه پېل شول۔ وفاقي وزير ووئيل سترې محكمې هغه ته سرټيفائيډ غل او عمران خان ته صادق او امين وئيلے۔ هغه ووئيل اپوزيشن د هند او اسرائيل په سازشونو كښې د ميرجفعر كردار ترسره كو??