باجوړ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي د خیبر پښتونخوا خلقو ته د روغتیا کارډونو ورکولو پریکړه خوشبينه او لوے ګام دے. پخوانو واکمننو هیواد د پور لاندې راوستے او په لوټ مار كولو ئې لندن كښې مانړۍ جوړې كړي ۔ د سترو لارو جوړولو سره به سیمه کښې د سېلګرۍ او او سوداګرۍ فرصتونه زيات شي۔ د باجوړ خلق به په افغانستان کښې د سولې ل?? مثبتو اغیزنو څخه ګټه پورته كړي۔ ده د ګل په و??ځ باجوړ كښې قبائلي مشرانو ته خطاب كولو۔ وز??راعظم ووئيل په كال 1992 كښې زه په اولني ځل دې سيمې ته راغلے ووم كله چې ما د قبائلي سيمو او اولس په حقله كتاب ليكلو۔ د پاكستان كوم سياستدار شايد زما نه زيات قبائلي سيمې نه پېژني۔ وزيراعظم ووئيل كه چرې قبائلي سيمې په خيبرپښتونخوا كښې ضم شوې نه وې نو د پرمختګ په سيالۍ كښې به وروستو پاتې شوې وې۔ ده ووئيل زه د سيمې د خلقو د ستونزو نه خبر ووم۔ روزګار لپاره د قبائلي سيمې خلق به دبئي ٬ سعودي عربستان او كراچۍ ته تلل۔ وزيراعظم ووئيل د سړکونو جوړول به ارتباط ښه کړي او دغه سیمې به د هیواد نورو برخو سره و??ړلې شي ۔ ، سوداګري به اسانه او كارخانې به ولګولې شي ځکه چې د سړکونو نشتوالي له امله دلته رارسېدل ګران وو. ده ووئېل مونږ به پ?? قبایلي سیمو کښې تعلیم عام كړؤ او خلقو ته به مهارتونه وښايؤ دغسې چې هغوي د روزګار كولو جوګه شي۔ وزيراعظم ووئيل په تعلیم کې د پسمانده پاتې کېدو له امل?? قبایلي خلق د پرمختګ په زغل كښې پاتې راغلي ۔ دوی به تعلیم لپاره د هیواد بېلا بېلو برخو ته تلل۔ده ووئېل اوس زمونږ هڅه ده چې دا سیمې پرمختګ وكړي او دلته سړکونه جوړ او كارخانې ولګولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په افغانستان کې د سولې خبرې روانې دي او د دې بریا مثبت اغیز به هم دې خلقو ته ګټه و??سوي.افغانستان او منځنۍ آسيا سره رابطې به پياوړې شي او خوشحالي به راشي۔ وز??راعظم عمران خان ووئيل پاكستان به د مدينې په ډول يو فلاحي رياست جوړ كړے شي چرته به چې د كمزورې طبقې خيال ساتلے شي۔ ده ووئيل تعليم ٬ هنر او روزګار سره به د دې سيمو اولس سوكاله شي۔ ده ووئيل په پولو به ماركيټونه جوړولې شي دغسې چې قاچاق ختم كړے شي او سوداګري وده ومومي۔ ده ووئيل د رابطو بهترۍ سره ب?? قبائلي سيمو ته رسنه ښه شي او د نړۍ خلق به دې سيمو ته سېل له راځي۔ دغسې سېلګري او سوداګرۍ به بې وزلي كمه كړي۔ ده مومندو نه تر باجوړ د سترې لارې جوړولو لپاره د فنډز په و??كولو د متحده عرب امارات مننه هم وكړ