شېخوپورہ ۔ 15 ستمبر (اے پی پی) وز??را??ظم عمران خان وئيلي دي لويې خوب لېدونكي لويې كار كو??۔ د راوي رېور فرنټ اربن ډوېلپمنټ پراجېكټ د لارې د نوي پاكستان تصور رامخې ته كېږي۔ پخوانو ??كم??انانو هېواد د قرضو دلدل ته ټېله كړو۔ د قرضو بېرته وركولو له سختې پرېكړې وكړې شوې چې ورسره ستونزې رامخې ته شوې۔ ده د نهې په ورځ راوي رېور فرنټ اربن ډوېلپمنټ پراجېكټ د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته خطاب كو??و۔ وز??را??ظم ووئيل ماته په دې منصوبه كښی د نوي پاكستان تصور په نظر راځي۔ ده ووئيل اوورسیز پاکستانیان دې منصوبه كښې سرمايه كاري كو??و كښې خوښي لري۔ ده ووئيل نوې ښار جوړول آسان كار نه دے۔ ستونزې به رامخې ته كېږي۔ وز??را??ظم ووئيل لاهور كښې د اوبو مسئله مخ په زياتېدو ده۔ بياهم ښار كښې چې كو?? تالابونه به جوړولې شي هغې سره به لاهور ښار كښې د اوبو كچه پورته شي۔ لاهور كښې 40 فیصد کچۍ آبادۍ دي۔ لاهور ښار تندۍ سره مخ په خپرېدو دے۔ ده ووئيل نوې ښار د منصوبې له مخې جوړولې شي۔ او مونږ به دا ګرين سټي جوړوؤ۔ ده ووئيل دې نه وړاندې كو?? هم حكومت بې كوره وګړو له څه كړې نه دي۔ زمونږ حكومت په اولني ځل دوئي له پناه ګاه جوړې كړي دي۔ دې كښې غوره خوراك وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ په عملي توګه بې كوره او بې آسرې كسانو له احساس پروګرام پېل كړو۔ بې كوره كسانو له مونږ كورونه جوړول پېل كړې دي۔ ده ووئيل د كورونا په ضد زمونږ ??كم?? عملي كاميابه پاتې شوې۔ د سمارټ لاك ډاؤن پالېسۍ خپلولو په وخت مو د غريب طبقې خيال وساتلو۔ د كورونا د لاسه نړۍ ته زيات معاشي زيان شوے۔ دې نه وړاندې وزيراعظم د راوي رېور فرنټ اربن ډوېلپمنټ پراجېكټ د بنياد تيګھ كېښودله۔ وزيراعظم په دې موقعه يو بوټې هم ولګولو۔ دستورې ته د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار هم خطاب وكړو۔