کوئټه ۔ 11ستمبر(اے پی پی) وزيرا??ظم عمران خان كوئټه ته رسېدلے دے ۔ په هوائي مېدان د?? ته د بلوچستان ګورنر امان الله ياسين زئۍ او وزيراعلی جام كمال خان هركلے اووې۔ وزیرا??ظم به بلوچستان كښې د باران او سېلابونو د لاسه ځپلے شوو سيمو كښې د شوي زيان ٬ د ريليف ګامونو او صوبه كښې د پرمختيائي منصوبو د جاج اخستو غونډې مشري كوي۔ وزیرا??ظم به كوئټه كښې د صوبائي كابينې غړو سره ملاقات هم كوي۔ د اطلاعات او خپرون?? وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ٬ د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ??حمد اف??ل هم وزيرا??ظم سره ملګري دي