اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاكستان اسرائيل ك??ه هم تسليمولے نه شي۔ سعودي عربستان او پاكستان د ورورولۍ اړيكې لري۔ په هر سخت وخت كښې دواړه هېوادونه يو بل سره ولاړ پاتې شوي۔ دواړه هېوادونه ټول عمري له په نړيوالو چارو او مسئلو په مشاورت سره كار كوي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له ??خې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سعودي عربستان سفير سره پارلېمنټ هاؤس ك??ې د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په مهمو چارو خبرې وشوې۔ د سېنېټ چيئرمېن د سعودي عربستان باچا ش??ه عبد الله او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صادق سنجراني ووئيل پاكستان ك??ه هم اسرائيل تسليمولے نه شي۔ د اسرائيل په حقله د متحده عرب امارات پرېكړې اثرات به تر اوږدې مودې پاتې وي۔ پارلېمېنټ او په خاص توګه د سېنېټ لخوا د دې عزم پخلے كوؤ چې د حرمېن شريفېن حفاظت له به له كومې قربانۍ هم ډډه ونه كړې شي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان لخوا په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته ك??ه هم نشو هېرولې۔ د سېنېټ چيئرمېن هيله څرګنده كړه چې سعودي عربستان به سباؤن كښې هم د دې جذبې سره د پاكستان مرسته روانه ساتي