پېښور ۔26جولائی( اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان وئ??لي دي د كال 2018ﺀ ټول ټاكنو كښې اولس بريا ترلاسه ??ړه او يو كامياب سفر پېل شو۔ د لوئے څښتن شكر دے نن ?? هېواد واګے د يو ايماند??رې او كرپشن نه پاكې مشرتابه په لاس كښې دي۔ دې ځائې څخه جاري شوي بيان كښې د ګورنر شاه فرمان وېنا وه چې د موجوده حكومت اصلاحاتي ګامونو كښې هېواد كښې د مېشته مافيا په ضد اعلان جنګ دے او پرمختګ او سوكالۍ لپاره اولس ته له مافيا خلاصې وركول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل د د دوه كالو مودې په مهال وزيراعظم عمران خان نه خو خپلې كومې فېكټرۍ جوړې كړې ٬ نه ئې د اولس په پېسه د بهر هېوادونو دورې وكړې او نه ئې كوم كمېپ آفسز جوړ كړل۔ په تېرو دوه كلونو كښې عهدو لپاره خپلو كورنيو ته ترجيح وركړې شوې نه ده او نه د كومې شاهي سورلۍ په ډول د حكم??ان?? كورنۍ كوم وګړي له سړكونه بند كړې شوي دي۔ ده ووئيل نه خو دوئي لندن ٬ نيويارك كښې جائيدادونه جوړ كرل او نه ئې د مني لانډرنګ د ل??رې پېسې بهر هېوادونو ته منتقل كړې۔ ګورنر ووئيل دا وخت عمران خان ?? هېواد يوازنې وزيراعظم دے چا چې د وزيراعظم اخراجات تر ډېره حده كم كړې دي۔